>

خبرتیا!

د جهان پوهنتون د درنو محصلینو د پام وړ. لکه څرنګه چی تاسو په جریان کی یاست د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی او اکاډمیکې کورنۍ د ضررڅخه په امان پاتی کیدولپاره د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عالی مقام د حکم اولوړو زده کړو وزارت د هدایت پربنسټ ټول دولتی او خصوصی پوهنتونونه د یوې مـــــودې لپاره رخصت کړل شویدي. د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هیئت د دې لپاره چې په درسونو کې د ځنډ را منځته کیدو او د وخت د ضایع د مخنیوی په خاطــــر د الکترونیکی زده کړو طرحه وړاندی کړه چې له نیکه مــــــرغه دا طرحه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کابینې لـــــــخوا تصویب شوه او له تحصیلی بنسټونو څخه یې د پلی کیدو غوښتنه وکړه. د جهان پوهنتون د مـشر تابه هیئت د لوړوزده کړو محترم وزارت د لارښوونو د پلی کیدو لپاره څـــــو پرله پسې جلسې وکړې تر څو خـــــــپلو درنو محصلینو ته ګټور او ښه تحصیلي خدمتونه وړاندې کړي، د نظرو له شریکولو وروسته دې پریکړې ته ورسیدل چې: په اوسنیو حالاتوکې د کرونا ویروس د خطر له امله د حضوري درســونو مخکې وړل د امکان وړندي نو د جهان پوهنتون مشرتابه د درسونو د پرمخ وړلو لپاره د الکترونیکی زده کـــــــــړو طرحه ددې بنسټ لپاره تائید کړه. جهان پوهنتون د خپلو استادانو او اداري کارکوونکو په مرسته په دې لاره کې عملي ګامونه اوچت کړي ترڅـــــــو درسونو د دوام او د وخت د ضایع د مخنیوی لپاره د پسرلني سمستر ټول درسی مواد (کتابونه، درسی لکچر نوټونه، د استادانو لخوا تشریح شوي سلایډونه، درسي بحثونه او درسي تقسیم اوقـــاتونه) د محصـــــلینو لپاره چمتو او سیستم کې ثبت شوي نو درانه محصلین کولای شي چې د خپلو ور کړل شوو يوزرونو په مرسته یاد درسي موادو ته لاس رسي پیدا او د خپل نوي سمستر درسونه له مونږ سره له همدې لارې پرمخ يوسي. پرته له شکه په دې پوهــــیږو چې زمونږ یو شمیر محصلین انټرنیټ ته لاس رسي نه لري نو مونږ یادو محصلینوته ټول درسي مـــواد په فزیکي بڼه هم چمتو کړي او د پوهنتون ادارې څخه يي تر لاسه کولاي شي. د یاد ونې وړده چې جهان پوهنتون خپل محصلین د لوړوزده کړو وزارت د لارښوونو څخه با خبرساتي. نوټ: د لومړی سمستر ټول درانه محصلین چی د ۱۳۹۹ لمریز کال کانکور ازموینه یي په بریالي توب سره سرته رسولې ده خبر ورکـــــول کیږي چې خپل اړوند یوزر، پاسورډ او درسي موادو ترلاسه کولو لپاره د جهان پوهنتون د معلوماتو څانګې ته تشریف راوړي ترڅوو کولاي شی خپل درسونه پرمخ یوسي. د اړیکو شمیرې: ۰۷۷۱۹۱۹۷۲۷/ ۰۷۸۵۴۹۰۰۴۹